د ایکنا ایکنانیوز راپور راکوي، د ستر دیني مرجع آیت الله سیستاني دفتر ددغه ستر دیني مرجع د پیغام متن خپور کړی چې ایکنانیوز ته ئې هم یوه کاپی رارسیدلې او تاسو سره ئې هم شریکه کوي.
بسم الله الرحمن الرحيم
(إنا لله وإنا إليه راجعون)
د جلیل القدر عالم ، حجتالاسلام والمسلمين ښاغلي حاج سید محمد باقر موسوي کشمیري (طاب ثراه) د وفات خبر د ډېرې خواشینۍ او افسوس سبب شو.
هغه بزرګوار د خپل ژوند ډير کلونه د مبین دین په خپرولو او مؤمنانو ته په خدمت کولو کې تېر کړل او په دې لاره کې ئې ډير زحمتونه او کړاؤنه ګاللې.
په کشمیر کې ټولو ایماني وروڼو او خویندو، په تیره بیا ددغه خداي بخښلي سید خپلوانو او مینهوالو ته د دې غم د تسلیت په وړاندې کولو سره، له خدای متعال څخه د هغه لپاره د لوړو درجو او د پاتې شونکو لپاره د صبر جمیل او لوی اجر غوښتنه کوو.
ولا حول ولا قوة إلا بالله العلي العظيم.
۱۹ شوال ۱۴۴۶ هجري قمري
د هند د کشمیر د اهل تشیّع یو لوي دینی عامل علامه سید محمد باقر موسوي کشمیري، په ۸۵ کلنۍ کې د یوې مودې ناروغۍ وروسته په بډګام سیمه کې وفات شو.
دا نامتو عالم په نجف اشرف علميه حوزې کې زدهکړې کړې وې او د آیتالله العظمي سیستاني د استازي په توګه په کشمیر کې پېژندل کېده.
علامه موسوي کشمیري د خپل ژوند په اوږدو کې د اهل بیت(ع) د معارفو د تبلیغ او خپرولو ترڅنګ، په الهياتو، فقه او تاریخ په اړه په بېلابېلو ژبو ډېر کتابونه او مقالې لیکلي دي.
https://iqna.ir/fa/news/4277148 /